سرچينې: په کندز کې یو طالب قوماندان وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندز موقعیت

په کندز ولایت کې یو طالب قوماندان وژل شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه لس بجې د کندز د امنيې قوماندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر سمیع الحق په کندز ښار کې په یو هوټل کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

خو په کندز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دې اړه څه نه وایي.

سیمع الحق د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو له مهم قواندانانو څخه شمېرل کېده.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.