اونتبایووا له القحطاني سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د قطر ځانګړی استازی او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا د قطر له ځانګړي استازي سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني پرون په دوحه کې له اغلې اوتنبایووا سره لیدلي.

دوی د افغانستان پر مسئله سربېره له ملګرو ملتونو سره د قطر د دولت په همکاریو او اړیکو هم بحث کړی دی.

قطر له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د امریکا په شمول د لوېدیځ ګڼو هېوادونو د افغانستان لپاره خپل سفارتونه او استازولۍ قطر ته انتقال کړې دي.