بولټن: د افغانستان د تېر حکومت له ګډون پرته طالبانو سره خبرې تېروتنه وه

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، د افغانستان د پخواني حکومت له ګډونه پرته له طالبانو سره خبرې تېروتنه وه.

بولټن دا خبره د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته په مرکه کې وکړه.

د بولټن په وینا، طالبانو د دوحې تړون له لاسلیکه وروسته او هم په تېرو دوو کلونو کې د دې تړون پر له پسې سرغړونې کړي دي.

بولټن ټینګار کړی چې طالبان هېڅ بدل شوي نه دي بلکې ممکن تر پخوا هم سختدریځه شوي وي.