طالبانو په کاپیسا کې د مخدره موادو د پېر او پلور په تور د ۱۳۲ کسانو د نیولو ادعا کړې

د طالبانو له لوري په کاپیسا کې د کشف او ضبط شویو مخدره موادو انځور

په کاپیسا ولایت کې طالب چارواکي وايي چې ۱۳۲ تنه یې د مخدرو موادو په پېر او پلور او قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومانداني وايي چې پرون چهارشنبې یې ۳۲ کیلو مخدر مواد له کشف او ضبطولو وروسته سوځولي او ۱۳۲ تنه یې په دې تړاو نیولي او عدلي اورګانونو ته سپارلي دي.
د کاپیسا ولایت په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې دا کسان څه وخت نیول شوي دي.