د انګلستان ښځینه لوبډلې د فوتبال نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه

د اسټرالیا د ښځینه فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال

د انګلستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نن چهارشنبه نیمه پایلوبه ترسره شوه چې ۳ د یو پر وړاندې انګلستان وګټله.

لومړۍ نیمه پایلوبه د اګست په ۱۵مه نېټه د اسپانیا او سویډن ترمنځ شوې وه چې اسپانیا ګټلې وه.

ټاکل شوې چې انګلستان او اسپانیا د اګست په شلمه نېټه پایلوبه ولوبوي.

اسټرالیا او سویډن به د اګست په ۱۹مه نېټه د درېیم مقام ګټلو لپاره مبارزه وکړي.

د ویلو ده چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۳۲ هېوادونو ترمنځ له تېرو څو اوونیو راهیسې په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې پيل شوې دي.