د تاجکستاني خبریال 'خورشید فاضلوف' د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وشوه

۳۷ کلن فاضلوف په دې تور په اووه کاله بند محکوم شوی چې د اخبار په نوم ویبپاڼې ته یې راپورونه ورکړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا 'سي پي جي' د تاجکستاني خبریال خورشید فاضلوف د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

۳۷ کلن فاضلوف په دې تور په اووه کاله بند محکوم شوی چې د اخبار په نوم ویبپاڼې ته یې راپورونه ورکړې دي.

د تاجکستان حکومت دا ویبپاڼه د بنسټپالو ګڼي او بندیز یې پرې لګولی دی.

د فاضلوف مدافع وکیل د جولای په ۱۲مه له محکمې وغوښتل چې د فاضلوف دوسیې ته بیا کتنه وکړي، خو د اګست په ۱۲مه د تاجکستان سترې محکمې د خبرې غونډې پرمهال اعلان وکړ چې دا درخواست رد شوی دی.

تاجکستان د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۲م کال د رسنیو د ازادۍ د نړیوال شاخص له مخې یوسل او دوه پنځوسم ځای درلود او د فریډم هاوس د ۲۰۲۲م کال د نړیوالې ازادۍ د ارزونې له مخې په هغو هېوادونو کې وشمېرل شو چې ازادي په کې نه شته.