د ښځینه‌وو فوټبال سیالۍ؛ د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده

د اسټرالیا فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن کوربه اسټرالیا د انګلستان له لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي.

دا لوبه روانه ده.

د اسپانیا لوبډلې پرون په نیمه پایلوبه کې سویډن ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.

د نن ورځې د لوبو ګټونکی به له اسپانیا سره په پایلوبه کې مخامخ شي.

پایلوبه به د اګست په شلمه ترسره شي.