د ایران د بشري حقونو مرکز: سني عالمان تعقیب او زنداني کولو لپاره په نښه کېږي

د ایران په سیستان او بلوچستان کې سني دیني عالم عبدالحمید، چې څو ځله له مظاهره چیانو څخه د ملاتړ له کبله په نښه شوی دی.

د ایران د بشري حقونو مرکز وايي چې د دې هېواد د سیستان او بلوچستان او کردستان ولایتونو سني دیني عالمان د سوله ییزو مظاهرو د ځپلو په خاطر پر دولت د انتقادونو له کبله ورځ تر بلې د تعقیب، نیولو او زنداني کولو لپاره په نښه کېږي.

د دې ټولنې مشر هادي قایمي په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي ایراني چارواکي د سني ټولنو مشران له دې کبله زنداني کوي او له دندو یې باسي چې د مظاهره چیانو د وژنو او نیونو پر ضد یې خبرې کړې دي.

د قایمي په وینا، سني دیني عالمانو له دې کار پرته بل هېڅ غیرقانوني عمل نه دی کړی.