ملګرو ملتونو له ۱۶ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

د ډبلیو ایف پي له لوري په ارزګان کې له اړمنو سره د خوراکي توکو د مرستو له بهیره یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له ۱۶ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو ژوند ژغورونکې مرسته کړې ده.

دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې د هندوستان په څېر هېوادونو مننه کړې چې په خپلې سخاوتمندانه مرستې سره یې د دغه شمېر کسانو د لاسنیوي امکان برابر کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په وروستیو کې، ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې ویاند ازادي راډیو ته ویلي، که دغه مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې له میلیونونو نورو افغانانو سره هم د خیر ښېګڼې چارې و دروي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال له ۲۹ اعشاریه دوه میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.