د روسیې د استخباراتو یو افسر ۴۰زره روبله جریمه شو

ولادمیر کواچکوف

د روسیې د پلازمېنې مسکو یوې محکمې د دغه هېواد د استخباراتو یو افسر څلوېښت زره روبله چې معادل یې ۴۰۰ امریکايي ډالره کېږي، جریمه کړ.

ولادمیر کواچکوف چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې سخت ملاتړی دی، د روسیې د وسله‌والو ځواکونو اعتبار ته د زیان اړولو له کبله جریمه شوی دی.

پر هغه تور لګول شوی چې په انلاین مطالبو کې یې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو اعتبار ته زیان اړولی او د روسیې پر لوړپوړو پوځي چارواکو یې انتقادونه کړي دي.

کواچکوف پرون سې شنبه د اګست ۱۵مه په محکمه کې وویل چې له دغو مطالبو سره هېڅ ډول ارتباط نه لري او دا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او دفاع وزارت دی چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو اعتبار ته زیان اړوي.

د روسیې د دغه پخواني استخباراتي افسر په وینا، د روسیې دغه مقامات نه پوهېږي چې یوه جګړه ځنګه پرمخ بوځي.

ولادمیر کواچکوف په ۲۰۱۹م کال کې د تروریزم په تور تر څه باندې ۸ کلن بند وروسته خوشې کړای شو.