پر تسلیحاتي موافقې د روسیې او شمالي کوریا ممکنه سلا کېدل؛ امریکا: دا کار به سرغړونه وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ودانت پاټېل

د امریکا متحد ایالتونه وايي، که روسیه له شمالي کوریا سره پر تسلیحاتي موافقې سلا وکړي، دا کار به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو څرګنده سرغړونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ودانت پاټېل پرون سې شنبه د اګست ۱۵مه وویل، د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د وسلو پر سر هر ډول معامله به د امنیت شورا یو لړ پرېکړه لیکونه په غوڅ ډول نقض کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پرون په داسې حال کې چې پیونګ یانګ د شمالي کوریا د خپلواکۍ ورځ نمانځله، په خپلو کې د خپلو اړیکو د پراختیا په باب خبرې وکړې.