د روسیې د داغستان جمهوریت،د تېلو په یوه ټانک کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۳۵ تنو ته رسېدلی دی.
دا چاودنه، تېره شپه د (اګسټ په ۱۴ مه) شوې.
د داغستان د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې تر اتیا ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د داغستان مشر سرګي ملیکوف نن د دې ورځې په مناسبت ملي ماتم اعلان کړی و.
څېړونکي وايي، اورلګېدنه لومړی د موټرو د ترمیم په یوه پلورنځي کې پیل شوه او بیا د تیلو یوه ټانک ته خپره شوه.
د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.