طالبان د اګسټ ۱۵ مه د بري د ورځې په توګه نمانځي خو ډېری ولسي افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې دا ورځ د تورې ورځې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي، چې له دې ورځې وروسته د افغانستان ګڼ بنسټونه ونړېدل او له اقتصادي اړخه افغانستان مخ په ځوړ روان شو.
زموږ همکار مرسلین ارسلا، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلونو د مودې په اړه د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې له غړې، شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي، چې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ او حکومتولۍ ته په کتو، ایا طالبان رښتیا هغې بریا او هدف ته رسیدلي چې دوی په لومړیو کې ځان ته ټاکلی وو؟
د مېرمن بارکزۍ مرکه د دغه لېنک له کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5