د بریتانیا د خبریالانو ملي اتحادیه: طالبانو مطبوعات او د بیان ازادي اغېزمنه کړې

په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر مهال وسله والو طالبانو د یوې رسنۍ خبریال وهلی و. Kabul on October 21

د بریتانیا د خبریالانو ملي اتحادیه وايي چې د طالبانو له لوري د ژورنالیستانو خلاف اقداماتو په افغانستان کې مطبوعات او د بیان ازادي اغېزمنه کړې ده.

دې اتحادیې پرون دوشنبې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یوه اعلامیه کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، پر خبریالانو محدودیتونه زیات شوي او اکثره ښځینه خبریالانې د خپل مسلک پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو کمېټې ویلي وو چې په افغانستان کې په سلو کې ۸۰ ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي.