په افغانستان کې 'ایم ټي این' مخابراتي شرکت خپله شبکه پلوري

په افغانستان کې د یوې مخابراتي شبکې انتن

'ایم ټي این' مخابراتي شرکت وايي چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپله شبکه پلوري.

فیننشل مېل ورځپاڼې پرون دوشنبه راپور ورکړ چې 'ایم ټي این' ګروپ ویلي چې په کابل کې د طالبانو حکومت ورسره موافقه کړې چې په افغانستان کې خپله شبکه وپلوري.

دا شبکه هیله لري چې د روان ۲۰۲۳ تر پایه په افغانستان کې خپل کاروبار پای ته ورسوي.

ایم ټي این، چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې فعالیت کوي، تر دې وړاندې په یمن او سوریه کې هم خپلې شبکې پلورلې وې او اوس یوازې په ایران کې لا هم فعالیت ته دوام ورکوي.

'ایم ټي این' ته د ۲۰۲۰ په جون کې د افغانستان د شبکې د پلورلو لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو وړاندیز شوی و.