رومانیا؛ تورسمندرګي ته څېرمه له ماین چاودنې وروسته د ماین پلټنلو عملیات پيل شوي

Romania - Explosion of a sea mine in Costinesti resort on the Black Sea

رومانیايي چارواکي وايي، د لامبوزنو یوه ځانګړې ډله او یو هیلیکوپټر یې په تور سمندرګي کې د لارورکو ماینونو د موندلو لپاره استولي دي.

دا وروسته له دې چې د ناټو د غړې رومانیا تفریحي ښار کوستینيشتي ته په نژدې سواحلو کې یو سمندري ماین وچاودېد.

دې چاودنې ځاني زیان نه دی اړولی.

پر اوکراین د روسیې له یرغل په راوروسته موده کې د جګړې دواړو خواوو په تور سمندرګي کې ماینونه ایښي دي.

دا ماینونه د سمندر د څپو او چټک باد په نتیجه کې کله ناکله د رومانیا تر سواحلو پورې راوړل کېږي.

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې روسیې د ملګروملتونو په ملاتړ د اوکراین د غلې د صادراتو له تړون څخه تر وتو وروسته په تور سمندرګي کې نور ماینونه هم ایښي دي.