د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغان سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکوو

د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، ژمنه ده چې له افغان سیلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي.

دې کمېټې نن په یوه اعلامیه کې د نړۍ په ځینو سیمو له هغې ډلې افغانستان، چین،سلوانیا او سوډان کې د سیلابونو په راوتلو باندې اندېښنه ښوولې، چې پکې خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.

سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي تازه سیلابونه داسې وخت د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې دا هېواد وار دمخه له پېچلو بشري ناورینو کړیږي.

دې کمېټې ویلي، چې د اوس لپاره د افغاني سرې میاشتې سره په ګډه سیلاب ځپلو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي او تر څنګ یې په خلکو باندې کمپلې، خیمې، ترپالونه او نور اړین مواد ویشي.

د راپورونو له مخې یواځې تېر جولای میاشت څه باندې سل تنه په افغانستان کې د سیلابونو د راوتلو په نتیجه کې وژل شوي.

لسګونه زره څاروي تلف او زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي.