د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په هلمند کې د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز لګولی.
دغه مرکز په یوه راپور کې په دې اړه اندېښنه ښوولې او د هلمند په محلي رسنیو کې د ښځو په غږونو بندیز یې له تبعیض ډک کار بللی.
د راپورونو په اساس د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د زمري له لومړۍ رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د ښځو په غږ د هر راز پروګرامونو له خپرولو ډډه وکړي.
اخوا د خبریالانو د خونديتوب کمېټې سي پي جې له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو په وړاندې محدوونکي اقدامات پای ته ورسوي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ شبکه نی وایي چې دمګړۍ لس خبریالان د طالبانو په قید کې دي.
په تر ټولو وروستي اقدام کې د راپورونو له مخې پرون د طالبانو استخباراتو د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل نیولي دي.