کابل کې د جاپان سفیر د افغان ښځو د حقونو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

په افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، په کابل کې یې د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره په کتنو کې د افغان ښځو د حقونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پرون یکشنبه د خپل هېواد له 'این ایچ کې' تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې طالب چارواکو ته یې وویل چې په هېواد کې د ثبات لپاره د ښځو حقونه ضروري دي.

ده د افغانانو اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په تېرو دوو کلونو کې سره له دې چې د افغانستان په اکثرو ښارونو او ولایتونو کې د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی، خو ډېر شمېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

د جاپان سفیر په دې مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوي دي.

تاکاشي اوکادا هیله څرګنده کړه چې طالبان به خپلې سختدریځې پالیسۍ بدلې کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر په دې ټینګار وکړ چې هېواد یې غواړي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته په داسې حالت کې دوام ورکړي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.