ندیم: بهر ته د زده کړو لپاره استول شوي ځینې استادان بېرته راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم وايي چې شاوخوا څلورنیم سوه استادان، چې بهرنیو هېوادونو ته د نورو زده کړو لپاره استول شوي وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ده دا خبره پرون په هغه غونډه کې وکړه چې د دغو استادانو د هرکلي په مناسبت جوړه شوې وه.

ندیم دا هم وویل چې په تېرو دوو کلونو کې ۶۴۰۰ مسلکي کسان د خپلو زده کړو پر اساس په دولتي ادارو کې ګومارل شوي دي.

په غونډه کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو استادان د هېواد شتمني وبلله او ویې ویل چې ځینې استادان د منفي تبلیغاتو له کبله له هېواده وتلي وو خو بېرته هېواد ته راستانه شول.

د تېر جمهوري نظام په مهال د افغانستان سلګونه استادان د ظرفیتونو د لوړولو لپاره بهر ته استول کېدل، خو ویل کېږي چې ځینې یې په بهر کې د اقتصادي ستونزو له کبله مجبوره شوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.