هندوستان او ویسټ اینډیز پنځمه شل اوریزه سیالي کوي

د هند د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د هندوستان او کوربه وېسټ اینډیز ترمنځ نن پنځمه شل اوریزه سیالي ترسره شي.

دواړو لوبډلو تر دې دمه د دې لوبلړۍ ۴ سیالۍ لوبولي دي چې لومړنۍ دوه یې وېسټ اینډیز او وروستۍ دوه یې هند ګټلې دي.

د نننۍ سیالۍ ګټونکې لوبډله به د دې لوبلړۍ ګټونکې وي.

باید وویل شي چې هندۍ لوبډله د هارډیک پانډیا تر کپتانۍ لاندې په دې لوبلړۍ کې لوبېږي او د ځینو نوموتو لوبغاړو پر ځای په دې لوبلړۍ کې اکثریت ځوانان لوبول کېږي.