نن سهار وختي د سوریې له پلازمېنې دمشق دباندې د وسلو د زېرمې په یوه ډیپو کې چې د ایران پلوه ملېشه وو په کنټرول کې ده، چاونه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د چاودنې علت معلوم نه دی، خو د سوریې په لس کلنه کورنۍ جګړه کې اسرائیل په سوریه کې دننه په سلګونو هوايي حملې کړې دي.
دېته ورته وروستۍ پېښه تېره دوشنبه شوې وه، چې د سوریې دولتي رسنۍ وویل د اسرائیل په هوايي حملو کې د دمشق په شا و خوا کې سیمې ویشتل شوي او د سوریې د پوځ څلور سرتېري دغه راز دوه افراطي وسلوال یې وژلي دي.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر پنځه سوه زرو ډېر کسان وژل شوي او ملیونونه کسان بېځایه شوي دي.