د طالبانو حکومت راتلونکې سې شنبې ورځ رخصت اعلان کړه

نږدې دوه کاله وړاندې- د طالبانو د بیا واکمنیدو لومړۍ ورځې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت راروانه سې شنبه پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیاټینګولو د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبان، چې حکومت یې د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، دا ورځ د خپلې بریا په توګه په داسې حال کې لمانځي چې لا یې هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

دغه راز یې د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم تړلي او ښځو ته اجازه نه شته چې په غیردولتي نړیوالو او کورنیو ادارو کې کار وکړي او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم د دوی د کار مخه نیولې ده.