سوریه: د داعش د وروستي برید د تلفاتو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی

د وروستۍ پېښې سیمه

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن ویلي، د سوریې پر حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش په برید کې ۳۳ سرتیري وژل شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې، له دې وړاندې د وژل شویو سرتیرو شمیر ۲۶ تنه اعلان کړی و.

راپور وايي، د سوریې د حکومت د سرتیرو پر یو بس د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد په ختیځ کې د دیرالزور په ولایت کې برید وشو چې مسولیت يې داعش ومانه.

د سوریي د بشري حقونو د څارونکې ډلې په خبره، دا په روان کال کې د سوریي پر حکومتي سرتیرو د داعش تر ټولو مرګونی برید دی.