نن د ځوانانو نړیواله ورځ ده

له هېواده د افغان ځوانانو کډوالي تر بل هر وخت زیاته شوې - ارشیف

نن د اګسټ دوولسمه د ځوانانو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په ټوله نړۍ کې ځوانان د هغو مسایلو په اړه غږ پورته کوي چې د دوی نسل ته مهم دي.

هغه زیاته کړې، دی له ځوانانو سره درېږي او د سوکاله، مساوي او انعطاف وړ راتلونکي لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.

د ځوانانو نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته،په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د بېلابېلو لاملونو له مخې وطن پرېښودو ته اړ شوي.

تر خوا یې د بې‌روزګارۍ کچه ډېره پورته تللې او ځوانان نیوکه کوي چې له لوړو زده‌کړو سره سره، دندې نه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت بیا له دې ټولو ناخوالو سره له ځوانانو غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي.