په پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییز حکومت وايي، په ملکي او نظامي برخو کې یې ۵۰۰ بستونه رامنځته کړي.
د طالبانو د پنجشیر ولایتي دفتر رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپله کار ته د پنجشیري ځوانانو د جلبولو په هدف د دغو کاري بستونو د جوړولو امر کړی دی.
رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ځوانانو د نوم لیکنې د بهیر انځورونه خپاره شوي دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم د دې پروسې د پيل پر مهال وويل، چې د پنجشېر په کانونو کې به نږدې پنځه زره دندې رامنځته شي او په هغو کې د کار کولو لپاره د نوم ليکنې لړۍ هم روانه ده.
دا مهال د افغانانو ډېری وګړي د ډېرو ننګونو او خطرونو په منلو سره ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته د کارګرۍ لپاره کډوالېږي.