مجاهد: دارالافتا مو پریکړه کړې، چې پاکستان کې جګړه جهاد نه دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت وایي د دوی دارالافتا بهر ته د جهاد په نوم د جنګیالیو لېږل منع کړي.

دا خبره ذبیح الله مجاهد پرون رسنیو ته په یوه بیان کې کړې ده.

مخکې ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې ګنې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په پاکستان کې جګړه ناجایزه بللې او دغه هېواد ته یې د جهاد لپاره د جنګیالیو تګ منع کړی.

مجاهد ویلي، چې ملا هیبت الله په دې اړه کوم فرمان نه دی ورکړی؛ بلکې په دې اړه د دوی د حکومت دارالافتا پرېکړه کړې ده.