د سوریې د ۲۳ سرتېرو وژل کیدل؛ داعش یې عامل ګڼل شوی

د سوریې یو شمېر ځواکونه - ارشیف

په برېتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن جمعه ویلي، د سوریې په ختیځ کې د پوځ پر یوه بس موټر په حمله کې د سوریې د رژیم لږ تر لږه ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

دغه حمله د داعش افراطي ډلې د غړو کار بلل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د داعش غړو په دیرالزور کې پرون د سوریې د پوځ پر بس موټر حمله وکړه، ۲۳ سرتېري یې ووژل او تر لسو زیات نور یې ټپیان کړل.