ګورډن براون: له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده

د کابل پوهنتون مخه او د طالبانو لخوا له زده کړو منع شوې محصله - ارشیف

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وايي، طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.

ښاغلی براون چې د برېتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې پرون د بي بي سي له راډیو۴ سره په مرکه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد له جنایت سره تشبېه کړی دی.

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړیوالې جزايي محکمې وغوښتل هغه کسان مجازات کړي، چې له بشري حقونو یې ظالمانه سرغړونه کړې ده.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د دوی پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.