پاکستان: سبا د شهباز شریف د سرپرست ځای ناستي د ټاکلو پریکړه کیږي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

پاکستاني رسنۍ وایي اټکل کیږي، چې د دغه هیواد د سرپرست صدراعظم د غوراوي لپاره به سبا پریکړه وشي.

د پاکستان ډان ورځپانې نن راپور ورکړ، چې صدراعظم شهباز شریف او په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راجا ریاض بیا - بیا سره کتلي دي خو تر اوسه دوی د عمومي انتخاباتو په اړه څه نه دې ویلي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان تر منحل کیدو وروسته باید د نوي ورځو په ترڅ کې ټاکنې وشي.

د پاکستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ خپله وروستۍ غونډه وکړه او په دې ډول د ایتلافي حکومت چارې پای ته ورسیدې، د نوي سرپرست تر ټاکلو به شهباز شریف د صدرات چارې مخته وړي.