اسپانیا د ښځینه فوټبال د نړیوال جام نېمه پایلوبې ته ورسېده

د ښځینه فوټبال د نړیوال جام یوه څنډه

د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې اسپانیا نیمه پایلوبې ته ورسیده.

اسپانیا نن د هالنډ لوبډلې ته دوه د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

د نن ورځې بله لوبه د جاپان او سویډن ترمنځ ده چې له دغو دو لوبډلو څخه به هم یوه نیمه پایلوبې ته لاره وکړي.

سبا به د استرالیا او فرانسې، همداراز د انګلستان او کولمبیا ترمنځ مسابقې وشي.

استرالیا او نیوزیلنډ د دې نړیوال جام کوربانه دي چې د جولای په شلمه پيل شوی دی او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.