د سپینې ماڼۍ ویاند: افغانستان سره د مرستو د مصرف کلکه څارنه کوو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وایي چې واشنګتن له افغانانو سره د مرستو کلکه څارنه کوي چې سم ځای ولګول شي.

جان کربي دا خبرې پرون وروسته تر دې امریکا غږ ته وکړې، چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مککال وویل، دا د غندنې وړ ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو په څير د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي.

ښاغلي مککال د ولسمشر بایډن له حکومت څخه په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیوه، د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان له خلکو سره دوه اعشاریه درې میلیارډه ډالر بشري مرسته کړې ده.