د اوین له یوه زندان څخه پنځه امریکایي زندان د تهران یوه هوټل ته لېږدول شوي

په ایران کې ایوین زندان

په ایران کې پنځه امریکايي وګړي چې له یوه متخاصم حکومت سره د همکارۍ په تور بندیان دي، په تهران کې له ایوین زندان نه یوه نامعلوم هوټل ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې راپورونه ورکړل شوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو له ایران سره د بندیانو د تبادلې پر سر موافقه کړې ده.

دغه امریکايي وګړي پرون پنج شنبه د تهران او واشنګټن ترمنځ د څو میاشتو پر مهال د تړلو دروازو تر شا له مذاکرو وروسته لېږدول شوي دي.

یوه امریکایي زنداني مدافع وکیل جارید ګینسر (Jared Genser) یوه هوټل ته د دغو بندیانو د انتقال خبر تایید کړ.