د طالبانو حکومت له نړیوالو بشري مرستو د دوی ګټه اخیستل رد کړل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې - تصویر له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړی دی چې وايي طالبان د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو په خپله ګټه کار اخلي.

د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپل ټویټر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له قوله ویلي، "د دوې حکومت د نړیوالو مرستو د شفاف او خپلواک وېش لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی، او نه یوازې دا چې له دې مرستو مالیات نه ترلاسه کوي بلکي له حکومتي بودیجې يې بېوزلو افغانانو سره مرسته هم کړی ده".

د ضیا احمد په وینا ښاغلي متقي دا خبرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبیاو سره په یوې کتنه کې کړې دي.

ښاغلی متقي دا څرګندوني په داسې حال کې کوي، چې تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټي مشر مایکل ماک کال ویلي، د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو د یوې ترهګرې ډلې جیبونه ډکیږي.

هغه زیاته کړې، دا پیسې هغوی خلکو ته ورځي چې ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د دیني اقلیتونو په ضد قضاوتونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو څخه سرغړونې کوي.

ښاغلي مک کال دا خبرې د سیګار د هغه راپور په غبرګون کې کړې وې، چې ویلي یې وو په بشري مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې سربېره امریکا له افغانستان سره د نږدې ۲،۳۵ میلیاردو ډالرو مرسته کړی ده.