کرکټ؛ د افغانستان فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې

په خوست کې د کرکټ سیالیو یو مخکېنی انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د یادو سیالیو پيلیز مراسم په خوست ولایت کې ترسره شول او نن په خوست او ننګرهار کې دوه سیالۍ جریان لري.
که څه تر دې وړاندې به د پینځو زونونو په نومونو لوبډلې په یادو سیالیو کې لوبیدې، خو سږکال د لوبډلو تعداد څلورو ته راکم شوی او نومونه یې هم بدل شوي دي.
د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، هوډ یې دا دی چې د فرسټ کلاس سیالیو کیفیت لوړ کړي، نو په همدې بنیاد یې د لوبډلو تعداد هم کم کړی او نومونه یې هم بدل کړي دي.
نن په خوست ولایت کې د ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز ترمنځ سیالي ده چې ستورو په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو نه بعد ۱۳۶ منډې کړې دي. هندوکش سټرایکرز لوبډلې تر دې دمه د دوه لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۲۰ منډې کړي دي چې د یوسف شاه په نوم لوبغاړي په کې سلیزه هم وهلې ده.
دغه راز د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې بیا د میوند اتلانو او پامیر لیجنډز ترمنځ سیالي دي چې اتلانو تر ۱۷۴ منډو جوړولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.
پامیر لوبډلې اوس توپوهنه پيل کړې ده او لا یې کوم لوبغاړی نه دی سوځېدلی.
باید وویل شي چې یادې سیالۍ به د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نیټې پورې دوام کوي.