قمي: ایران ته د افغان کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ایران ته د افغان کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې قمي دولتي اژانس ایرنا ته په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې هر ډول بې ثباتي په لومړي ګام کې پر دوی او بیا پاکستان ناوړه اغېز کوي.

که څه هم د افغانستان لپاره د ایران سفیر هغه هېواد ته د تللو افغان کډوالو کره شمېر نه دی یاد کړی، خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا مهال ۷ میلیونه افغانان کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې نږدې یو میلیون افغانان له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې د یوه کال په ترڅ کې د ۸۰۰ هغو افغانانو جسدونه هم افغانستان ته لېږدول شوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د بېلابېلو دلایلو له کبله مړه شوي وو.