مېنینډیز: قرغزستان دې له روسیې سره معاملو کې نړیوال بندیزونه په پام کې ونیسي

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مېنینډیز

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مېنینډیز د قرغزستان له ولسمشره غوښتي چې له روسیې سره په معاملو کې نړیوال بندیزونه په پام کې ونیسي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې مېنینډیز پرون چهارشنبه په یوه رسمي لیک کې د قرغزستان له ولسمشر سدیر جپاروف نه دا غوښتنه کړې ده.

دغه امریکایي سناتور ویلي، پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې نړیوال بندیزونه لګول شوي، خو په خبره یې دې موده کې قرغزستان له روسیې سره صادرات او واردات په ډراماتیکه بڼه زیات کړي دي.

د مېنینډیز په خبره قرغزستان له روسیې سره د بې پيلوټه الوتکو، د الوتکو د ټوټو او د وسلو د پرزه جاتو سوداګري کوي چې په خبره یې دا تولیدات تر بندیزونو لاندې دي.

د قرغزستان ولسمشر سدیر جپاروف بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، د روسیې او چین په څېر هېوادونه په قرغزستان نه شي متکي کېدای.