چارواکي: مسکو ته نږدې د درنې چاودنې لامل د بې‌پيلوټه الوتکې برید نه دی

په دغې فابریکه کې چې د مسکو په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده پرون چهارشنبه د چاودنې او اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان ټپيان شول.

د روسیې د بېړنیو خدمتونو اداره وایي، مسکو ته نږدې په یوه فابریکه کې د درنې چاودنې لامل د بې‌پيلوټه الوتکې برید نه دی.

په دغې فابریکه کې چې د مسکو په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده پرون چهارشنبه د چاودنې او اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان ټپيان شول.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د شپږو ټپيانو وضعیت نازک دی او د روغتون د بېړنیو مراقبتونو څانګې که بستر شوي دي.

په سرګیف پوساد ښار کې دغه فابریکه د روسي پوځیانو لپاره نوري او د شپې د لید وسایل تولیدوي.

پر دغې فابریکې له برید وروسته پرون ټولنیزو رسنیو کې وویل شول چې چاودنه د بې‌پيلوټه الوتکې د برید له کبله شوې ده، خو روسیې چارواکي وایي، د فابریکې دننه مواد چاودلي دي.

تر دې چاودنې مخکې روسي چارواکو وویل چې مسکو ته نږدې یې د بې‌پيلوټه الوتکو دوه بریدونه، چې روسیه یې د اوکراین کار بولي، شنډ کړي دي.