له څه باندې پنځه سوه زره افغانانو سره د ځان بسیاینې برخه کې مرسته شوې

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی د کرنې او د نورو مسلکونو د روزنې برخو کې د خلکو لاسنیوی کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې روان میلادي کال له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره د دوی په بسیاینه کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په ټویټر کې لیکلي چې دوی دغه شمېر کسانو سره مرسته کړې چې په خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی د کرنې او د نورو مسلکونو د روزنې برخو کې د خلکو لاسنیوی کړی دی.