ایران تر غږ د چټک توغندي د جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړې

ارشیف: د ایران له لوري یو توغول شوی توغندی

د ایران نیمه دولتي اژانس تسنیم راپور ورکړی چې ایران تر غږ د چټک توغندي د جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړې او د دغه توغندي په ازمویلو بوخت دی.

دا اعلان داسې وخت کېږي چې په فارس خلیج کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره کړکېچ زیات شوی او ایران تېره اوونۍ له هغو نویو کښتیو پرده پورته کړه چې د ۶۰۰ کیلومترو په فاصله لرې واټنه توغندي لېږدولی شي.

د تسنیم خبري اژانس په لیکنه، تر غږ چټک دغه تازه توغندي، په ایران کې د جوړو شویو کروز توغندیو نوی نسل دی چې لا هم د ازمېښت په پړاوونو کې دی او د ایران په دفاعي ځواک کې به یو نوی فصل وي.