کرکټ؛ پاکستان د افغانستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د پاکستان کرکټ بورډ نن د اګست ۹مه د افغانستان پر وړاندې راتلونکو یو ورځنیو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه.

یاد کرکټ بورډ په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده او په کې ویلي، د افغانستان پر وړاندې به یې ۱۸ کسیزه لوبډله سریلانکا ته سفر کوي او بیا به د اسیا جام په سیالیو کې ۱۷ کسیزه لوبډله برخه واخلي.

په اعلان شوې لوبډله کې بابر اعظم لوبډلمشر، محمدرضوان، عبدالله شفیق، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث روف، افتخاراحمد، امام‌الحق، محمدحارث، محمدنواز، محمدوسیم، نسیم شاه، سلمان اغا، سعود شکیل، شاداب خان، شاهین شاه اپریدي، طیب طاهر او اسامه میر شامل دي.

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې بیا نن ویلي چې د یادو سیالیو لپاره یې د ښه چمتووالي په موخه لوبډله د تمریناتي کمپ لپاره سریلانکا ته ولېږله.