د اروپا د اقلیم پېژندې مرکز تېر جولای میاشت تر ټولو توده میاشت وبلله

د ایټالیا یوه څنډه

د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز، کوپرنیک پرون سې شنبه اعلان وکړ چې د سږ کال جولای میاشت له هغه مهاله چې په نړۍ کې د تودوخې درجې ثبت کېږي، تر ټولو توده میاشت وه.

دا مرکز وايي، راټول شوي معلومات ښيي چې په دې میاشت کې هم د مځکې او هم د سمندرونو تودوخه د کال په دې فصل کې تر متوسطې درجې ډېره زیاته وه.

د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز څېړونکو او د بېلابېلو هېوادونو د هواپېژندنې ادارو د جولای میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې خبرداری ورکړی و چې سږنۍ جولای به تر ټولو توده میاشت ثبت شي.