د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د تعلیم حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو لپاره تړل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د تعلیم حق په کې په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي.

د دغه سازمان د جرمني څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې که په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر تعلیم د تازه محدودیتونو راپورونه سم وي، دا به ویجاړوونکی تحول وي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان په دغو کارونو سره د بشریت او د افغانستان د نیمايي نفوس په وړاندې جنایت کوي.

دې سازمان له خپل دغه ټویټ سره د انډپندنټ ورځپاڼې مطلب هم بیا خپور کړی چې په کې د بي بي سي په حواله ویل شوي، طالبانو په ځینو ولایتونو له دې جملې غزني کې د ښوونځیو سرمعلمانو او د لنډمهاله ټولګیو مسوولانو ته امر کړی، څو هغه نجونې له تعلیم منع کړي چې عمرونه یې تر لسو کلونو لوړ دي.

طالبانو له څه کم دوو کلونو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او ښځې او نجونې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړي دي.