د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته روان شوی

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

طالبان وايي، د دوی د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی پرون ترکیې ته روان شو.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په ولکه کې دی، راپور ورکړی، چې د دوی دغه پلاوی به په ترکیه کې له پانګه‌والو سره وګوري او هلته به په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي چې په افغانستان کې به د پانګونې پر جلب متمرکز وي.

په خپله ترکي رسنیو په دې باب څه نه دي ویلي.