د کوربه ویسټ اینډیز او هندوستان ترمنځ به نن درېیمه شل اوره سیالي پيل شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ دوه شل اوریزې سیالۍ د وېسټ اینډیز په بري سره تمامې شوي دي.
په پام کې ده چې د دې ملکونو ترمنځ پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.
که نننۍ لوبه د وېسټ اینډیز په ګټه ختمه شي، نو د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به وګټي.
دواړو لوبډلو د ټېسټ او یو ورځنیو سیاليو لوبلړۍ هم لوبولي دي چې دواړه هندوستان ګټلې وې.