فوټسال؛ د افغانستان او موزمبیق سیالي مساوي شوه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې نن خپله دویمه سیالۍ د موزمبیق پر وړاندې دوه د دوه په پایلې سره مساوي کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو دوه، دوه ګولونه ووهل.

د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له چک جمهوریت سره ترسره کړې وه چې هغه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.

د موزمبیق او چک جمهوریت تر سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان بل پړاو ته لار پیدا کولای شي کنه.

د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي.

باید وویل شي چې د فوټسال په تازه اعلان شوې نړیوالې درجه بندۍ کې افغانستان ۴ نومرې نور پرمختګ هم کړی دی چې له ۶۶م مقام څخه ۶۲م مقام ته رسېدلي دي.