د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د بودیجې د کموالي له کبله به په افغانستان کې ۲ زره ۸۰۰ سیمه ییز یا کلیوالي ټولګي بند شي.
اوچا نن په یوه ټویټ کې کښلي، د تعلیم په سیکتور کې د کافي بودجې نشتوالی به سبب شي چې د روان ۲۰۲۳ د اکتوبر تر پایه ۲ زره ۸۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي.
د اوچا پر اساس، له دې کبله به یولکو ۶۶ زره ۲۲۰ زده کوونکې ماشومان، چې په سلو کې ۵۲ یې نجونې دي، له زده کړو پاتې شي.