د افغانستان د احصاییې ملي ادارې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د الیکترونیکي تذکرې لپاره بیې وټاکلې.
د دې ادارې د هغې خبرپاڼې پر اساس، چې پرون ناوخته یې خپره کړه، په مرکزونو کې د الیکترونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او په اسان خدمت اداره کې ۷۰۰ افغانۍ ده.
د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د الیکترونیکي تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۳۰۰ افغانۍ ته پورته شوه او اوس ۲۰۰ نورې هم پرې زیاتې شوې دي.
د طالبانو حکومت د تذکرو د بیې د لوړېدو دلیل نه دی څرګند کړی.
د طالبانو حکومت په وروستیو کې وویل چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه یې زیات کړي او هڅه کوي چې نور یې هم زیات کړي.