د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د موزمبیق لوبډلې سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټيننټل سیالیو په دوام کې نن د موزمبیق له لوبډلې سره مخامخ شي.

د تایلنډ په بنکاک کې به دا سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوې نیمې بجې پیل شي.

پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له چک جمهوریت سره څلور په ځلور مساوي کړه.

د فوټسال کانټيننټل لوبلړۍ د اګست له اوومې د همدې میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام کوي.

دې لوبلړۍ ته افغانستان وروسته له هغه غوره شو چې د منځنۍ آسیا په سیالیو کې یې دوهم ځای خپل کړ.