ترکیې ۶۴ نور افغان کډوال بندیان کړي

د ترکیې یو شمېر امنیتي ځواکونه

د ترکیې چارواکي وايي چې ۶۴ تنه افغان کډوال یې، چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ننوتي وو، په ارزانتن ښار کې نیولي دي.

د ترکیې رسنیو پرون (یکشنبه) راپور ورکړ، چې دا کسان یې په یوه لارۍ کې د هغې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي.

د سږ کال په جون میاشت کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.

د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي، قیودات زیات کړي.